جديدترين اخبار و مقالات پيرامون افغانستان  

 

   Fresh News & Article About Afghanistan

چاپ صفحه

ډاکټر فاروق اعظم:
د ملي پخلاينې لپاره به د دولت له مخالفينو سره وګورم

(پنج شنبه > 14 قوس 1387)

ډاکټر فاروق اعظم وايي چې په افغانستان کې د هېواد والو د وژلو د مخنيوي په موخه د دولتي چارواکيو ترڅنګ د طالبانو او حزب اسلامي له مشرانو سره د ليدلو پلان لري . هغه زياتوي چې په بهرنيو هېوادونو کې مېشت يو شمېر افغانان، پاکستان ته په دې موخه رارسېدلي دي، چې غواړي په پېښور او کويټې کې د مېشتو مخورو او سياسي افغان پوهانو ترڅنګ د وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي له مشرانو سره هم وګوري.
دراه‌نجات خبريال د پژواک په حواله ليکي :ډاکټر فاروق اعظم پرون، په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې ددوى د ليدوکتنو موخه په افغانستان کې د روانو جنګونو او ځانمرګيو بريدونو د مخنيوي په لارو چارو خبرې کول دي . هغه زياته کړه چې افغانستان دا مهال په يوه ډير بد حالت کې دى په ګڼو ولاياتو کې جنګونه روان دي او هره ورځ ځانمرګي بريدونه کېږي .ده وويل :(( موږ په هېواد کې د بشپړې سولې د پلي کېدو په موخه راپاڅېدلي يو او غواړو د سولې لپاره کار وکړو او د جګړو مخه ونيسو)).
ډاکـټر فاروق اعظم وايي چې د بهرنيو ځواکونو لخوا په افغانستان کې د ولسي خلکو وژل هېچا ته د منلو وړ نه دى او نه به په دې اړه چپ پاتې شي . د نوموړي په وينا، له هېواد څخه بهر د نړۍ په يو شمېر لرې پرتو هېوادونو کې مېشت هېوادوالو له يوې مشورې وروسته پرېکړه وکړه، چې هېواد ته ستانه او د افغانستان د ستونزې د هوارولو په موخه له يو شمېر مخورو سره وګوري . هغه د خپل سفر د موخې په اړه وويل : (( موږ به په دې کتنو کې په دې اړه خبرې کوو، چې څنګه کولى شو په هېواد کې د جګړو مخه ونيسو او څرنګه کولى شو ملي پخلاينه رامنځته کړو)).
ډاکټر اعظم وويل چې ډېر ژر به له پاکستان ‌څخه خپل هېواد ته ستون او د ننګرهار د والي ګل آغا شېرزي په ګډون د نورو ولاياتو له واليانو، پخوانيو جهادي قوماندانانو او قومي مخورو سره هم په دې اړه مشورې وکړي . نوموړي زياته کړه : (( د ملا عمر په ګډون د طالبانو او د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له مشرانو سره هم د ليدلو پلان لرم او په دې اړه مې هغوى سره اړيکې هم ټينګې کړې دي )).
ډاکټر فاروق په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو پر شتون هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې هېواد ددوى لخوا اشغال شوى دى .
ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې د امنيت ضمانت څوک ورکوي، هغه وويل : ((پخوانۍ تجربې به نه تکراريږي او نه به څوک خپلسرۍ ته پرېښودل کيږي او په همغږۍ سره به کارونه پرمخ وړل کيږي)). هغه وويل چې د امريکا متحده ايالات دافغانستان جګړه په زور نه شي ګټلى، دوى دې افغانان پرېږدي ، چې خپلې پرېکړې پخپله وکړي .
ډاکټر فاروق اعظم وويل چې تېره مياشت د امريکا متحده ايالاتو ته تللى و او د هغه هېواد له چارواکيو سره دافغانستان دستونزې په اړه غږېدلى دى . ډاکټر فاروق اعظم د کندهار ولايت اوسېدونکى د پير سيد احمد ګيلاني په مشرۍ د جهادي ګوند محاذ ملي مرستيال و.

بازگشت به صفحه قبلی

   جديدترين اخبار و مقالات پيرامون افغانستان  

 

   Fresh News & Article About Afghanistan