جديدترين اخبار و مقالات پيرامون افغانستان  

 

   Fresh News & Article About Afghanistan

چاپ صفحه

 که له کانديدانو سره دآيکن بيرې ليدنی د هغوی د برنامو تاييدول وی

 آمريکا د افغانستان ملی حاکميت تر پښو لاندې کړيدی

(چهارشنبه >3سرطان 1388)

 په راتلونکيو ټولټاکنو کې د حامد کرزي دکمپاين د دفتر وياند ، د ولسمشرۍ له کانديدانو سره په کابل کې د امريکا دمتحده ايالاتو د سفير په ليدنو کتنو اندېښنه وښوده .
وياند وحيد عمر راه نجات د پژواک په حواله ليکي: پرون په يوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل : (( که څه هم امريکا اعلان کړى، چې له هېڅ کانديده به ملاتړ نه کوي، خو موږ د امريکا د سفير هغو ليدنو اندېښمن کړي يوو، چې له کانديدانو سره يې تر سره کوي))
عمر زياته کړه چې دوى په دې باور دي، چې د نړيوالې ټولنې هر هېواد بايد په افغانستان کې بې لوري او بې طرفه وي.
په کابل کې د امريکا سفير ايکن بيري د ولسمشرۍ له راتلونکيو کانديدانو څخه د ليدنې په لړ کې تراوسه له ډاکټر عبدالله عبدالله ، ډاکټر اشرف غني احمدزي او ميرويس ياسيني سره کتلي دي .
وحيد عمر ، په ننني مطبوعاتي کنفر انس کې د يو شمېر کانديدانو په اړه چې حامد کرزى يې مخامخ ټلويزيوني مناظرې ته بللى ، وويل چې ډېر ژر به په دې اړه خپل دريځ روښـانه کړي .
د نوموړي په وينا، څرنګه چې حامد کرزى برحاله ولسمشر دى او ډېرې بوختياوې لري، نو له دې امله له ټولو کانديدانو سره د مناظرې شونتيا نه شته، خو بيا هم په دې اړه به غور وشي .
تر دې مهاله ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ، حامد کرزى مخامخ ټلويزيونې مناظرې ته رابللى دى.
خو هغه دا هم وويل چې کېداى شي له هغو کانديدانو سر ه مخامخ مذاکرې وشي، چې د دا ډول مناظرو وړتيا او اخلاق يې ولري .
ټاکل شوې ده ، چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې د ولايتي شوراګانو له ټاکنو سره يوځاى د زمري په ٢٩مه، پيل شي.
ددغو ټاکنو لپاره کمپاين د تېرې مياشتې په ٢٦مه، پيل شوى او له انتخاباتو به ٤٨ ساعته وروسته پاى ته ورسېږي.
همدا راز د جمهوري رياست ويندوی همايون حميدزاده وويل: که د امريکا د سفير ليدنی د انتخاباتو د شفافيت لپاره وی ښه دی او که دغه ليدنی بيا د هغوی د برنامو تاييدول وي، په دغه صورت کې يې د افغانستان ملی حاکميت ترپښو لاندې کړی او له دي وروسته بايد تکرار نشي

بازگشت به صفحه قبلی

   جديدترين اخبار و مقالات پيرامون افغانستان  

 

   Fresh News & Article About Afghanistan ble>