|
ځيني ياران ولې د سولې مخالفت کوي؟
ناصرشاه سرحدي
(چهارشنبه > 12 سرطان 1387)
دموکراسي د يوي سياسي نظريي په توګه د ساړه جنګ په دوران کې د يو نړيوال رژيم په مقابل کښي د يوي وسيلي په ډول خپل کار وکړ او هغه د امريکائي دموکراسۍ د نظريې او د اقتصاد د فلسفي په نوم د کمونيزم د بازار ماتول و، چې نن ورځ د يو سياسي نظام په توګه په نړيواله سطحه کوم سيال نلرئ او څه ئي چې زړه غواړي، هغه کوي.
دغي نظريې نه يواځي دا کار وکړ، بلکي په خپلي سياسي اډانه کښي ئي ډېر نور واړه اولوي هېوادونه هم و نغاړل او د دموکراسۍ د نغاړلو، ډنګاري ئي لا اوس هم انګازي کوي. پرته له دي چې د هغوي هېوادونو عيني او ذهني شرايط په پام کښي ونيسي. که مونږ د خپل هېواد اوسنۍ وضعه په پام کښي ونيسو، د بن له کنفرانس څخه څه ناڅه (٧) کاله تيريږي، خو هغه څه چې تري هيله کيده، له بده مرغه ونشول. لامل ئي دا و چې د دغې غونډې بنسټيزه خښته کږه کيښو دل شوه، هيله داوه چې له دريو لسيزو کورنۍ جګړي او روان بحران څخه د افغانستان د وتلو لاري چاري ولټول شي، امنيت ټينګ شي او د هېواد د بيارغاوني عمليه ګړندۍ شوي واي.
د سياسي شنونکو په آند د دغه بحران اصلي لاملونه د هېواد په ټولو سياسي، فرهنګي او اقتصادي برخو کښي د ځانګړيو څېرو انحصار دي چې هېواد ئي د اداري فساد ترڅنګ له نورو سترو چلنجونو او ننګو نو نوسره مخامخ کړيدي.
دغه انحصار کوونکې ډلې په هېڅ ډول نه غواړې دولت له مخالفينو سره دسولي او مذاکري ميز ته کښيني، ځکه په دي کار کښي د دوي د زور واکۍ، او واک شپي ورځي رالنډيږي.
د دغو ډلو د شتون له امله د خلکو وژل، سړي تښتونه، په بشري حقوقو تيري د خلکو او دولت په شتمنيو خيټه اچول او دا ډول ناوړه عملونه هغه څه دي چې د هېواد راتلونکي ئي د جګړې له برخليک سره مخ کړي. له نيکه مرغه په دي ورځو کښي د هېواد په پلا زمينه کابل کښي يولړ سياسي خوځښتونه چې د هېواد د سياسي برخليک او له روان بحران څخه د وتلو په خاطر پيل شوي، په ښه سترګه ورته ګورو او وايو چې دا به يو په زړه پوري حرکت وي چې د ډيرو لوړو، ژورو په تيريد و سره د ښاغلي حامد کرزي او د دولت د مخالفينو سره په هېواد کې د جوړ جاړي، سولي او ثبات په خاطر پيل شوي دي. زمونږ د هېواد والو له پاره ئي نوي هيلي را پيدا کړي ځکه زمونږ کړيدلي خلک نور له اختناق څخه تر سپږ مو راغلي او د دولت په چاروکي د نويو او مثبتو بدلونونو انتظار باسي.
پوره باوردي چې د داډول مثبتو حرکتونو په پيل سره به نه يوازي دولتي ستراتيژيکي هدفونه تحقق پيداکړي، بلکي د انحصاري ډلګيو انحصار او غرور به مات او جنګ ځپلي خلک به د نويو بدلونو نو په رڼا کښي خپل ورځني ژوند په پوره ډاډمن امنيت کښي له سره پيل کړي.
خبري او تفاهم هغه څه دي چې ډېري لويې ستونزي په سوله او مسالمت سره حل کولاي شي. ښه به وي نور په جګړه کې نه بلکې په سوله او ډيالوګ کې اتلان ولټوو، ځکه په جګړه کې بهرني دوستان او دښمنان او همدا راز منافقين ټول په مداخلو لاس پورې کوي او د هر ډول فعاليت زمينه ورته برابرېږي راځي داځل د سولې جام پر سر واړوو او د عام او مظلوم ولس د ګټو په خاطر ابتکار وکړو او باور ولري چې ترڅو جګړه وي، مداخلي به هم وي او همدا راز باور ولري چې هېڅ يو بهرني که څه هم ډېر ځان را دوست کړي، بيا هم د خداي لپاره له موږ سره اړيکې نه پالي او هر يو غواړي او به خړې شي او دوي پکښي کبان ونيسي او اوس دغه حالت داسې شيبې راوستلي چې که سوله او تفاهم قاتل زهر شي هم، بايد يو ځل يې نوشي جان کړو، او په جګړه لعنت و وايو او هر څوک چې د سولي او تفاهم مخالف وي، بايد د ولس له منځه ورټل شي.
|
بازگشت به صفحه قبلی
|
|